د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۳مه) وویل چې له دې ډلې ۱۰۴ زره او ۳۱۳ ټنه له حیرتان بندره، ۸ زره او ۳۹۶ ټنه له آقینې بندره، ۱۵ زره او ۳۲۸ ټنه له تورغونډۍ بندره او
۱۹ زره او ۱۵۷ ټنه له خواف–هرات لارې لېږدول شوي دي.
په دغو توکو کې تېل، غیر نفتي توکي او نور مواد شامل دي. د ټولو لېږدېدونکو توکو له ډلې ۳۲۷ ټنه سوداګریز صادرات وو چې ډېری یې د انارو جوس دي.
حقشناس ټینګار وکړ چې د اورګاډي له لارې د صادراتو او وارداتو زیاتوالی کولای شي ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړي، ملي عواید لوړ کړي او د پرمختګ او اقتصادي ثبات لار هواره کړي.
د طالبانو د ټولکټو وزارت ویلي چې هڅه کوي د توکو د لېږد لپاره مناسب شرایط برابر کړي او د سوداګریزو صادراتو او وارداتو بهیر چټک او دوامداره کړي.