د بلخ والي ویاند، حاجي زید، د شنبې په ورځ (د لیندۍ په لومړۍ نېټه) په خپله اېکس پاڼه دا خبر خپور کړی او زیاته یې کړه چې ۵۰۰ ټنه انار، مڼې او وچ توت د ۲۵۰ زره ډالرو په ارزښت اوزبیکستان او منځنۍ اسیا ته صادرېږي او دا بهیر به دوام ولري.
هغه ټینګار کړی چې په راتلونکو پړاوونو کې به سبزي، مېوې، غوښه او نور کرنیز محصولات هم له دې بندره د سیمې هېوادونو ته صادر شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ یوه لویه برخه درولې ده او د سوداګریزو لارو په تړل کېدو سره افغان سوداګر د صادراتیو توکو په لېږد کې له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.