Search

هرات کې د زعفرانو ګل لسم فېسټیوال جوړ شو

News image
1 لیندۍ 1404 - 20:49
کابل ټربیون ـ د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی چې په هرات کې د زعفرانو ګل لسم فېسټیوال د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی چې موخه یې د کرنیزو لاس ته راوړنو معرفي، د بزګرو ملاتړ او د زعفرانو د بازار پراختیا ده.

دغه وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ په لومړۍ) په خبرپاڼه کې ویلي چې دا فېسټیوال د هرات والي اسلام‌جار، د کرنې وزارت مرستیال، د ایران او ترکیې سرکونسلانو، د خصوصي سکټور استازو، سوداګرو او د زعفرانو پروسس کوونکو په ګډون جوړ شوی دی.

په دغه فېسټيوال کې ۷۲ غرفې جوړې شوي او د زعفرانو بېلابېل محصولات به د درېیو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات والي د بزګرو له هڅو مننه کړې او خبرداری یې ورکړی چې اقلیمي بدلون د هېواد د کرنې لپاره جدي ګواښ دی او بزګرو ته یې سپارښتنه کړې چې خپل کر باید له نوي اقلیمي شرایطو سره برابر کړي.

هغه همدارنګه د ځمکنیو اوبو بې‌ځایه کارول اندېښمنوونکي بللي او له اړوندو ادارو یې غوښتي چې د نویو اوبولګولو لارو، لکه څاڅکي اوبولګول او د جذبي څاګانو جوړول، بزګرو ته زده کړي.

هرات کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولانو ویلي چې په دغه ولایت کې د زعفرانو د کر ساحه ۱۰،۵۰۰ هکتارو ته رسېدلې او سږکال د زعفرانو تولید له ۴۰ ټنو اوښتی دی.

هغوی ټینګار کړی چې هرات د افغانستان شاوخوا ۹۰ سلنه زعفران تولیدوي او له ۴۰ زرو زیات کسان په دې برخه کې بوخت دي.

د طالبانو د کرنې وزارت ویلي چې د افغانستان زعفران، په ځانګړې توګه د هرات زعفران، اوس په نړۍوالو معیارونو کې د غوره محصولاتو په ډله کې دی او په نړۍوالو بازارونو کې یې ځانګړی ځای موندلی دی.