کابل ټربیون ـ طالب چارواکي وايي چې د فوټبال اتلانو فوټبال غوره لیګ پنځم پړاو په کابل کې د لسو لوبډلو په ګډون د شنبې په ورځ (د لیندۍ په لومړۍ نېټه) پیل شوی دی.
د طالبانو د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې سیالیو کې د کورنیو لوبغاړو تر څنګ د نایجیریا، اوزبیکستان، پاکستان، ایران او کولمبیا لوبغاړي هم ګډون لري.
د راپورونو له مخې، دا پړاو د ابومسلم فراه او استقلال کابل ترمنځ له پرانیستې لوبې سره پیل شو چې ابومسلم فراه په لوی توپیر ۵ - ۰ لوبه وګټله.
د دغې لوبې ګولونه مرتضی فاطمي، فرهاد علیزاده او امید رجبي ووهل.