د افغانستان د ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې د یوې پرځای او اغېزمنې لوبې په پایله کې د هند د ۱۹ کلنو الف لوبډله له ۶ ویکټو سره ماتې کړه او په روانه درېاړخیزه ځوانانو لوبلړۍ کې یې خپله دویمه پرله پسې بریا ترلاسه کړه.
هند الف U19 لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ټول ۱۶۱ منډې جوړې کړې چې د افغان توپ اچونکي سلام
خان په ښې توپ اچونې او د ۳–۳۴ په اخستلو یې د افغانستان لپاره د سیالۍ بهیر بدل کړ.
سلام خان ښې توپ اچونې له امله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف د
توپوهنې په برخه کې په ښه نندارې تعقیب کړ.
فیصل خان شینوزاده په غوره توپوهنه سره ۶۱ منډې جوړې کړې، عزیرالله
خان نیازي ۴۲ منډې (نا سوځېدلی) او عثمان سادات ۱۷ منډې وکړې، چې په ګډه یې
د ۱۶۲
منډو هدف په ۴ ویکټو بشپړ کړ.
دا د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې دویم پرله پسې بریا ده.