Search

طالبان له هند څخه د پانګونې د زیاتوالي او د سوداګریزو همکاریو د پراخېدو غوښتنه کړې

News image
30 لړم 1404 - 16:34

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په هند کې د دغه هېواد د خصوصي سکتور له غړو سره په لیدنه کې له هندی شرکتونو وغوښتل چې په افغانستان کې خپلې پانګونې، واردات او صادرات پراخ کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د لړم په ۳۰مه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې عزیزي د خپل سفر په دوام د هند د خصوصي سکتور له استازیو، د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې له مشرتابه او همدارنګه په هند کې د افغانستان د خصوصي سکتور له یو شمېر غړو سره کتنه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې عزیزي د افغانستان د پانګونې تشویقي بسته ‌جاتو په تشریح سره له هندي شرکتونو غوښتي چې یوازې په پانګونه بسنه نه وکړي، بلکې د وارداتو او صادراتو په پراختیا کې هم پراخ حضور ولري.

د وزارت د معلوماتو له مخې، عزیزي د هند د خصوصي سکتور استازیو ته ویلي چې په افغانستان کې د سمنټو، درملو، خوراکي توکو او ټوکر د تولید په برخو کې د پانګونې او وارداتو فرصتونه شته. همدارنګه، د صادراتو په برخه کې هندي شرکتونه کولای شي د پنبې، تازه او وچو مېوو په سکتورونو کې له افغانستان سره ګډې سوداګریزې همکارۍ پراخې کړي.