د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال د نوولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام رسمي مهالوېش اعلان کړی، چې له مخې یې د افغان ځوانانو لومړۍ سیالۍ به د ۲۰۲۶کال د جنوري میاشتې په ۱۶مه د سویلي افریقا د U19 لوبډلې پر وړاندې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ نن(پنجشنبه، د لړم ۲۹مه) ویلي، افغان ځوانان د یادو سیالیو په څلورم ګروپ کې له سویلي افریقا، ویسټ انډیز او تانزانیا لوبډلو سره ده.
د دغه مهالوېش له مخې به افغان لوبډله په یادو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي ۲۰۲۶کال د جنوري میاشتې په ۱۶مه د سویلي افریقا د نوولس کلنې کم عمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
د افغان ځوانانو دویمه سیالۍ به د جنوري میاشتې په ۱۸مه له ویسټ انډیز لوبډلې سره ترسره شي او درېیمه ګروپي سیالۍ به د همدې میاشتې په ۲۱مه له تانزانیا هېواد سره وي.
باید وویل شي چې د ۲۰۲۶ کال نوولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو مهالوېش له ګروپي سیالیو وروسته به د شپږ غوره لوبډلو پړاو وي چې له مخې به یې ګټونکې لوبډلې د فیبروري په درېیمه او څلورمه نیمه پایلوبه ولري او پایلوبه به د فیبروري میاشتې پر ۶مه ترسره شي.