Search

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته ولاړ

News image
28 لړم 1404 - 13:15
کابل ټربیون - د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي نن (چهارشنبه، د لړم ۲۸مه) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ هند ته روان شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دغه سفر موخه د چابهار بندر د ظرفیتونه اغېزناکه ګټه اخیستنه، پر دغه بندر د هندي سوداګرو د پانګې جذب او د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا یاده کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې عزیزي به دغه سفر کې د نوې ډیلي د براګټي ډګر له نړۍوال نندارتون د لیدنې ترڅنګ د هند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ له وزیرانو، سوداګرو او د خصوصي سکټور له استازو سره وګوري.

د دغو کتنو موضوعات د اقتصادي همکاریو پراختیا، د سوداګریزو اړیکو پياوړتیا، د سیمې په سوداګریزو لارو کې د ګډو سوداګریزو فرصتونو رامنځته کول په ګوته شوي دي.