د افغانستان د وچې مېوې د صادروونکو ټولنې ویاند خالد رحماني وایي، د دغې غونډې په څنډه کې د افغانستان او د ایران یوه خصوصي شرکت ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوبو له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد تړون لاسلیک شوی دی.
دغه تړون د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د وچې مېوې د صادروونکو ټولنې د رییس عبدالقاسم امرخیل او د افغانستان د سودګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي په حضور کې لاسلیک شوی دی.
دغه تړون د افغانستان د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ، د ټرانسپورټي لګښتونو کمولو، د صادراتو زیاتوالي او د سیمه ییزو سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا په برخه کې مهم یاد شوی دی.