رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د چین د پلازمېنې بېجینګ تر ټولو لوړې ودانۍ سره د یوې سپکې الوتکې د ټکر له امله پیلوټ مړ شوی او ۱۳ نور کسان ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، دغه پېښه د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۵مه د بېجینګ د چاو یانګ ولسوالۍ په درېیم ختیځ کمربندي سړک کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه تکانجنه، دوه کسیزه سپکه الوتکه د «سېټیک» یا «چاینا زون» په نوم له لوړې ودانۍ سره وجنګېده.
ځایي چارواکو ویلي، د الوتکې یوازینی سپرلۍ، چې پیلوټ و، په پېښه کې وژل شوی او هغه ۱۳ کسان چې د پېښې پر مهال په ودانۍ کې وو، ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي، او د پېښې د علت په اړه څېړنې روانې دي.
راپور زیاتوي چې ودانۍ ته اوښتی زیان محدود دی او یوازې د هغې د بهرنۍ ښیښې دوه لوی پینلونه مات شوي دي. دغه ۵۲۸ متره لوړه ودانۍ د بېجینګ په مرکزي سوداګریزه سیمه کې، د چین د لوړپوړو چارواکو د دفترونو په نږدې سیمه کې موقعیت لري.
رویټرز د «فلایټ راډار ۲۴» د الوتنو د څارنې د معلوماتو له مخې ویلي، پېښه شوې الوتکه، چې د ثبت شمېره یې «بي-۱۲ پي پي» وه، تر ټکر مخکې د بېجینګ د شمال ختیځ پر څنډو الوتنه کوله او وروسته د ښار د مرکز پر لور روانه شوې وه. د الوتکې د تعقیب سیګنال د پېښې په وخت کې پرې شوی دی.
د راپور له مخې، پېښه شوې الوتکه د چین د «سان وارډ» شرکت له خوا جوړه شوې «اورورا اېس اې ۶۰ اېل» ډوله وه. ګومان کېږي چې دا الوتکه د «دونګشي شوانګیو جنرال اویېشن» شرکت پورې اړه ولري، خو رویټرز ویلي چې تر اوسه یې په خپلواکه توګه د الوتکې مالکیت او د پیلوټ تړاو له یاد شرکت سره نه دی تأیید کړی.
د یادونې وړ ده چې د چین ملکي هوايي چلند ادارې د پېښې د علت د معلومولو لپاره رسمي پلټنې پیل کړې دي. دا ډول پېښې په چین کې کمې رامنځته کېږي او د هرې لویې هوايي پېښې وروسته د الوتنو د خوندیتوب د مقرراتو ارزونه هم ترسره کېږي.