Search

ایران افغانستان او پاکستان ته د ګډ ترانسپورټ د مایع ګاز صادرات پیل کړل

News image
24 غبرګولی 1405 - 13:07

د ایران د خرمشهر بندر او سمندري چارو عمومي رییس، علي عسکري، افغانستان او پاکستان ته د مایع ګاز (LPG) د صادراتو د پیل خبر ورکړی، چې د ګډ ترانسپورټ له لارې ترسره کېږي.

هغه ویلي چې دا اقدام د صادراتي لارو د پراختیا او د ایران د لوژستیکي شبکې په کچه د خرمشهر بندر د رول د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

د راپور له مخې، افغانستان او پاکستان ته د ګډ ترانسپورټ له لارې د مایع ګاز د صادراتو لومړنۍ لړۍ په بریالیتوب سره ترسره شوې ده.

ګډ ترانسپورټ هغه ډول لېږد ته ویل کېږي چې پکې د یوه تړون له مخې په یو وخت کې له څو ترانسپورتي وسیلو لکه بېړۍ، رېل پټلۍ او باروړونکو موټرو څخه ګټه اخیستل کېږي.

بلخوا، د پاکستان د پولو له تړل کېدو وروسته طالبانو هڅه کړې چې له ایران څخه واردات زیات کړي.

د اټکلونو له مخې، د ایران، افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کچه شاوخوا څلور میلیارده ډالرو ته رسېږي.