د طالبانو د زندانونو چارو د سمون اداره وايي، ایران ۵۹۱ تنه افغان بندیان، چې دوه ښځې هم په کې شاملې دي، افغانستان ته سپارلي دي، څو د خپلې بند پاتې موده په هېواد کې تېره کړي.
یادې ادارې ویلي چې دغه بندیان په دوو پړاوونو کې د هرات له لارې دوی
ته سپارل شوي، چې په لومړي پړاو کې ۴۰۸ تنه او په دوهم پړاو کې ۱۸۳ تنه شامل وو.
د سرچینې په وینا، په یادو بندیانو کې یوه مېرمن او اته تنه هغه کسان
هم شامل دي چې په اعدام محکوم وو، خو د طالبانو او ایران ترمنځ د ډیپلوماټیکو
اړیکو او هڅو په پایله کې یې سزا له اعدامه اوږدمهاله بند ته راکمه شوې ده.
د یادې ادارې په خبره، تمه ده چې دغه بهیر په راتلونکي کې هم دوام
ومومي.