د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې په کابل کې د لومړي ځل لپاره د 5G انټرنېټ خدمات پیل شوي دي.
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نن (چهارشنبه) اعلان کړی چې په کابل کې د مخابراتي ۷۴ انتنونو ظرفیت په ازمایښتي ډول د 5G ټکنالوژۍ ته لوړ شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا پروژه اوس مهال په ازمایښتي پړاو کې ده او د بنسټیزو زیربناوو له بشپړېدو او د ازمایښتي دورې له بریا وروسته به د هېواد په نورو سیمو کې هم تطبیق شي.
دغه موضوع د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر حمدالله نعماني او د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د رئیس علیالله سروري ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده. په دې ناسته کې دواړو لورو د مخابراتي پوښښ د پراخولو، لرو پرتو سیمو ته د خدماتو د رسولو او د خدماتو د کیفیت د ښه والي په اړه خبرې کړې دي.
د افغان بېسیم شرکت د مسؤلینو په وینا، د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال له پیله تر اوسه ۴۶ نوي مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي، او ۱۸۶ نور سایټونه هم تر کار لاندې دي.
یاد شرکت همداراز د مخابراتو وزارت د رهبرۍ له دوامدارې همکارۍ او ملاتړ څخه د چارو د اسانتیا او مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې قدرداني کړې ده.