د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې او د T.C.R.C شرکت ترمنځ د ۴۶ میلیونه، ۳۴۸ زره او ۲۹۲ امریکايي ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شوی، چې له مخې به یې د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې پرمختللي لابراتواري کمپلکسونه جوړ او تجهیز شي.
د یادې ادارې عمومي رئیس فیض الله
تمیم نن (چهارشنبه) د رسنیو په مرکز کې د دغو مراسمو پر مهال ویلي، د تړون له مخې
به یاد شرکت په پنځو کلونو کې په پلازمېنه کابل او نهو بندرونو کې د ساختماني
موادو، برېښنايي وسایلو او تجهیزاتو، او همدارنګه د نساجۍ، څرمن او کاغذ په برخو
کې لابراتوارونه جوړ او تجهیز کړي.
د هغه په وینا، شرکت به په دغو بندرونو کې معیاري لابراتواري
کمپلکسونه جوړ کړي او د یادې ادارې کارکوونکو ته به په اړوندو برخو کې روزنیز
پروګرامونه هم وړاندې کړي.
تمیم زیاته کړې چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د بېکیفیته
وارداتو مخه ونیول شي او افغانستان ته به د باکیفیته توکو د واردېدو زمینه برابره
شي.
دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې په افغانستان کې د وارداتي
توکو د کیفیت کنټرول یوه مهمه ستونزه بلل کېږي. سوداګر او مصرف کوونکي له کلونو
راهیسې د بېکیفیته موادو له وارداتو شکایت کوي.
کارپوهان وایي، د معیاري لابراتوارونو نشتوالی د دې لامل شوی چې ډېری
وارداتي توکي له لازمې ارزونې پرته بازار ته وړاندې شي.
د دغو کمپلکسونو جوړېدل کولی
شي د کیفیت د څارنې بهیر پیاوړی کړي او د سوداګرۍ په برخه کې باور زیات کړي.