کابلټریبیون-- نن چهارشنبه، د زمري ۲۸مه، له بریټانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له ۱۰۷مې کلیزې سره برابره ده. دا هغه ورځ ده چې پاچا امانالله خان د افغانستان رسمي خپلواکي اعلان کړه.
افغانستان ۱۰۷ کاله مخکې، د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري په ۲۸مه، چې د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګست له ۱۹مې سره برابره ده، د پاچا امانالله خان په مشرۍ له بریتانیا څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه.
امانالله خان، چې د افغانستان له خپلواکۍ غوښتونکو او اصلاحپالو پاچاهانو څخه و، د راولپنډۍ د سولې تړون په لاسلیکولو سره د افغان ـ انګلیس درېیمې جګړې ته د پای ټکی کېښود. د دغه تړون له مخې، افغانستان وکولای شول په خپلو بهرنیو چارو کې بشپړه خپلواکي ترلاسه کړي.
د افغانستان د خپلواکۍ کلیزه هر کال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ځانګړو مراسمو او پروګرامونو له لارې نمانځل کېږي. په دغو مراسمو کې ویناوې، ورزشي سیالۍ، شعرونه او سندرې شاملې وي.
د طالبانو حکومت د زمري ۲۸مه په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. د دغه حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد دغه ورځ د افغانانو لپاره «ویاړلې» ورځ بللې ده.