د «حنظله» په نوم هکري ډلې، چې د ایران له حکومت سره تړاو لري، د کش پاتل، د افبيآی مشر شخصي ایمیل ته لاسرسی موندلی او د هغه یو شمېر شخصي انځورونه یې په انټرنېټ کې خپاره کړي دي.
د افبيآی ویاند د دې پېښې په تایید ویلي چې «د احتمالي خطرونو د کمولو لپاره ټول اړین اقدامات ترسره شوي دي.»
یادې هکري ډلې، چې ځان د فلسطین ملاتړی بولي، په خپلې وېبپاڼه کې لیکلي چې پاتل «اوس به خپل نوم د هک شوو کسانو په لېست کې وویني.» هکرانو د هغه داسې انځورونه خپاره کړي چې پکې نوموړی سګرټ څکوي، پر یوه بېچته کلاسیک موټر سپور دی او د هېندارې مخې ته ځان ته انځور اخلي.
د لوېدیځو څېړونکو په وینا، دا ډله د ایران له دولتي سایبري شبکو سره تړلې ګڼل کېږي.
هکرانو د پاتل د انځورونو ترڅنګ، د ۳۰۰ څخه زیاتو ایمیلونو بېلګې هم خپرې کړې دي، چې پکې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ شخصي او کاري لیکلاری شامل دي.
د راپورونو له مخې، هغه هکران چې ایران ته منسوب دي، وروسته له هغې چې تېره میاشت د امریکا او اسرائیلو له لوري پر ایران همغږي بریدونه وشول، په لومړیو کې یې فعالیتونه کم وو، خو اوس د روانو کړکېچونو په دوام سره خپلې سایبري حملې زیاتوي.
د لوړپوړو بهرنیو چارواکو د شخصي ایمیلونو هک کول نوې خبره نه ده، او دا ډول پېښې وخت ناوخت تکرارېږي. تر دې مخکې، هکرانو د جان پودستا، چې د هیلري کلینټن د ټاکنیز کمپاین مشر و، شخصي جیمیل ته د ۲۰۱۶ ټاکنو څخه مخکې لاسرسی موندلی او ډېری معلومات یې خپاره کړي وو.
همداراز، په ۲۰۱۵ کال کې یو شمېر ځوانو هکرانو د جان برنان، د سيآیای پخواني مشر شخصي حساب هک کړی او د امریکايي استخباراتي چارواکو په اړه یې معلومات خپاره کړي وو.
راپورونه وایي، ممکن ایران ته منسوب هکران نور ایمیلونه هم په واک کې ولري. تېر کال، د «رابرت» په مستعار نوم یوې بلې ډلې رویټرز ته ویلي وو چې غواړي د ډونالډ ټرمپ نږدې کسانو، د سپینې ماڼۍ د دفتر د مشرې سوزي وایلس په ګډون، له کارکوونکو څخه غلا شوي ۱۰۰ ګیګابایټ معلومات خپاره کړي.